ایکنانیوز د اسکای نیوز له قوله راپور راکوي، د انګلستان پولیسو په شرقي ساسکس کې په یوه مسجد کې له مشکوک اور لګېدو وروسته تحقیقات پیل کړي دي.
پولیسو اعلان کړی چې د شنبې په شپه کابو ۹:۵۰ بجو، ژغورونکي ځواکونه د اور لګېدو ځای ته ورغوښتل شوي وو. خپاره شوي فلمونه د جومات په وړاندې لوي اور ښئي چې د اور وژونکو لخوا خاموش شوی دی.
د انګلستان پولیسو اعلان کړی چې له دې پېښې سره به د کرکې او نفرت د خوریدا د جرم په توګه چلند وکړي. د پولیسو یو ویاند دا پېښه د « اړینو تحقیقاتو» په توګه ګڼي او ویلي ئې دي چې د پېښې په ځای کې د پولیسو شتون زیات شوی او همدارنګه اضافي ګشتونه د ډاډګیرۍ لپاره جوړ شوي دي.
د انګلستان پولیسو څېړونکي، کری بوهانا، وویل: دا یو فوري تحقیق دی او مونږ له هر چا غواړو چې اړوند معلومات لري، هغه مونږ ته راپور راکړي.
هغه دوام ورکړ: مونږ پوهېږو چې دې موضوع په ټولنې کې څومره اندېښنې رامنځته کړې او په مسلمانې ټولنې کې څه اغېزې به ولري. په اوسمهال کې د پېښې په ځای کې د پولیسو شتون زیات شوی او همدارنګه اضافي ګشتونه د ډاډګیرۍ لپاره په ټولودینی ځایونو کې شتون لری.
بوهانا زیاته کړه: پولیسو د کرکې او نفرت خورونکو جرمونو په وړاندې د نه زغملو لاره غوره کړې ده او په ټولې ولسوالۍ کې د کرکې لپاره ځای نشته.
په شرقي ساسکس کې په مسجد باندې په حملې کې د جومات د یوې برخې په ړنګیدا سربیره یو ګاډی هم په دغه اور کې تاواني شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د رسمي شمېرو له مخې د غزې خلکو پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل څخه وروسته په ټول انګلستان کې اسلام ضده پېښې زیاتې شوې دي. په وروستیو میاشتو کې، د برتانیې په ځینو برخو کې د اسلام ضده احساساتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې او دینی مشرانو خبرداری ورکړی چې په جوماتونو باندې حملې کولی شي اختلافات ژور کړي او د ټولنې باور کمزوری کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4308819